د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ په پشه یي کلي کې A29 الوتکو پر وسلوالو طالبانو برید کړی، چې په کې طالب قومندان مولوي شمس الدین وژل شوی او ۲ وسلوال ملګري یې سخت ټپیان شوي دي.
په دې هوایي برید کې دوه موترسایکلونه او د طالبانو یو مرکز ویجاړ شوي دي.
دغه راز د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې کومندو ځواکونو د چاردرې په اړوند سیمو کې اووه کړۍ ماینونه او یو شمېر چاودیدونکي توکي هم له منځه وړي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ۵ ځمکني سنګرونه هم کومندو ځواکونو ویجاړ کړي دي.
The post د کندوز په چاردره کې طالب قومندان وژل شوی first appeared on آریانا نیوز .